سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس په خپلو پنخو همکارانو برید کړی او وژلي یې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه پېښه تېره شپه (د سلواغې ۱۷مه) د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، په تلوکان سیمه کې یو تن نفوذي محلي پولیس په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او پنځه تنه یې وژلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې بریدګر پولیس له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو د نیولو لپاره یې جدي پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار