۰

سپینه ماڼۍ: افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۸
د سپینې ماڼۍ د نشه يي توکو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.
سپینه ماڼۍ: افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی
د سپینې ماڼۍ د نشه يي توکو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه څرګندونې د تریاکو د تولید په اړه خپله کلنۍ ارزونه کې کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کمی راغلی خو د خالصو تریاکو تولید لا هم زیات دی.

دغه اداره وایي، دا ارزونه د افغانستان له ولایتونو څخه دوی ته د رسېدلو معلوماتو په اساس شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ فیصده کم شوی دی.

سرچینه زیاتوي، تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه کې او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

خو په ۲۰۰۸ کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده.

دا ارزونه ښيي، چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښې آب او هوا او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو بالقوه تولید زیات کړی دی.

سپینه ماڼې ویلي، ترهګرې ډلې د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد زیات شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د نشه يي توکو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې ویلي دي له افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې دا جدي ستونزې حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي