سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د سلواغې ۱۹ مه سهار مهال د خوست ښار دویمې حوزې اړوند د میخانیکي انسټیټوټ څنګ ته شوې.
د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر وایي، چاودنه د پولیسو په رنجر ډوله موټر شوې، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
نوموړي د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.
د یادونې ده، چې دوه ټپي پولیس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او د روغتیايي چارواکو په وینا وضعیت یې ښه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل