سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر افغان پولیسو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون شنبې د سلواغې ۱۹ مه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د بازار په خوله کې شوی دی.
د ګرشک امنیه قوماندان سمونوال خپلواک وايي، برید د هاموي موټر په وسله شوی، چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، بریدګر غڅه کوله، چې د بارز د ننه موټر بم ته چاودنه ورکړي، خو پولیس پرې پوه شوي او مخه یې نیولي، چې په همدې مهال کې یې چاودنه کړې.
د هغه په وینا په دغه برید کې د کندهار ـ هرات د لويې لارې پر سر د ګرشک عمومي پول هم زیانمن شوی خو تګ راتګ پرې کېدای شي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل