۰

دایکنډي کې واورې ښوېدنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دایکنډي ولایت کې د واورې ښووېدنې له امله دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ژول شوي دي.
دایکنډي کې واورې ښوېدنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دایکنډي ولایت کې د واورې ښووېدنې له امله دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ژول شوي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د سلواغې ۲۲ مه د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې سهار مهال رامنځ ته شوې ده.

د میرامورولسوال عارف یاسا وايي، پېښه په دقیق ډول د یادې ولسوالۍ د ورسیل رباط کلي کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې دوه مېرمنې وژل شوې او پنځه نور کسان ژوبل شوي دي.

د هغه په وینا میرامور ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د واورو توپان روان دی او دغو خلکو هم غوښتل چې کلی پرېږدي مګر د واورې غر پرې راښوییدلی دی.

میرامور ولسوالي د دایکندي تر ټولو یخه ولسوالي ده چې اکثره مهال په کې واوره ښویدنه د خلکو ژوند اخلي.

د یادونې ده، چې تېر کال هم دغلته له لسو زیات کسان واورو لاندې کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي