۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

د تاوتریخوالکي کمښت د سولې د اوږدې لارې لپاره یوه مهم ګام دی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۳
د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو وايي، له لسیزو جګړو وروسته د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
د تاوتریخوالکي کمښت د سولې د اوږدې لارې لپاره یوه مهم ګام دی
د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو وايي، له لسیزو جګړو وروسته د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون جمعه د کب ۲ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د تاوتریخوالي کمښت د سولې د اوږدې لارې لپاره یو مهم ګام دی.

نوموړي ویلي« تاوتریخوالی به په ټول افغانستان کې کمېږي، زه پر په ټولو افغانانو غږ کوم، چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.»

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ پیل شوې ده.

دغه لړۍ به د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي او تر هغې وروسته د امریکايي او طالب چارواکو په وینا د کب به ۱۰ مه به د سولې تړون لاسلیک شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمولو هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی.

ښاغلي غني و ویل، خپلو ځواکونو ته یې امر کړي، چې په دې مرحلې کې به پر طالبانو بریدونه نه کوي خو په وینا یې داعش، القاعده او نوروې ترهګرې ډلې له دې مثتثا نه دي او پر ضد به یې عملیات روان وي.

هغه ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ ډېره مهمه ده او په خبره یې د سولې په اړه نور اقدامات به د دغه بهیر تر ختمېدو او ارزولو وروسته اخیستل کېږي.

ولسمشر وایي، افغان حکومت به د سولې د خبرو مشري کوي او په تېرو څو ورځو کې یې د سولې په اړه د افغان امنیتي ځواکونو له مشرانو، چارواکو، سیاستوالو او نورو مخورو سره خبرې کړي او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي