۰

د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوال طالبانو تښتولی

سی شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال محمد علي حسني د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی دی.
د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوال طالبانو تښتولی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال محمد علي حسني د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی دی.

د یاد ولایت د والي ویاند محمد صدیق عزیزي نن سه شنبې د کب ۶ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو پرون ښاغلی حسني او د دغه دوه نور ملګري د مزارشریف – دره صوف په لویه لار تښتولی دی.

د هغه په وینا طالبانو ښاغلی حسني له دوه ملګرو سره له مزارشریف څخه د یادې ولسوالۍ پر لور روان و، چې د دره صوف پایین ولسوالۍ په چیچل سیمه کې د طالبانو له خوا برمته شوی دی.

د هغه په وینا طالبان په همدې سیمه کې تل تلاشي کوي او له ولسوال سره بېول شوي کسان یو د دره صوب ولسوالۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکی او بل هم د ولسوال ساتونکی دی.

نوموړی وایي، ولسوال دا مهال په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د طالبانو سره برمته دی خو د قومي مشرانو پر مټ یې د راخلاصولو هڅې روانې دي.

دی زیاتوي، چې پرون سپین ږیري طالبانو ته ورغلي و، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي