۰
پمپیو:

افغانستان کې سیاسي فرصت رامنځ ته شوی، چا ته اجازه نه ورکو چې زیانمن یې کړي

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي په افغانستان کې له دوه لسیزو وروسته یوه سیاسي فرصت رامنځ ته شوی، چې باید زیانمن نه شي.
افغانستان کې سیاسي فرصت رامنځ ته شوی، چا ته اجازه نه ورکو چې زیانمن یې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي په افغانستان کې له دوه لسیزو وروسته یوه سیاسي فرصت رامنځ ته شوی، چې باید زیانمن نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پرون سه شنبې د کب ۶ مه خبریالانو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان او ټاکنو په اړه هم خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې امریکا په افغانستان کې یو بې سارۍ ساسي فرصت تر لاسه کړی نو هېڅ یوې وړې ډلې ته چې فکر کوي دغه فرصت زیانمنولی شي، اجازه نه ورکوو، چې دا کار وکړي.

هغه زیاته کړې«یو شمېر ډلې شته، چې هڅه کوي زموږ لاس ته راوڼو ته زیان ورسوي، خو موږ به ورته اجازه ورنه کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې ټولو ښکېلو غاړو د تاوتریخوالی راکم کړی دی او په وینا یې که دا هر څه همداسې بریالي مخ ته ولاړ شي، نو له طالبانو سره به د سولې تړون لاسلیک شي.

پمپیو ویلي« د تاوتریخوالي ۷-ورځنی بهیر ډېر فوق العاده نه دی خو، بیا هم تر دې دمه ښه روان دی، که همدغسې بریالي پرمخ ولاړ شي، د ملي یوالي د حکومت سره په همغږۍ به له طالبانو سره تړون لاسلیک کوو.»

نوموړي یو ځل بیا په پړاویزه توګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په ایستلو ټینګار کړی خو ویلي یې دي، تر هغو پورې نه وځي، تر چې چې طالبانو خپله هره کړې ژمنه عملي کړې نه وي.

ده ویلي« له افغانستان څخه به امریکایي ځواکونه مرحله په مرحله و وځي، خو طالبان باید خپله هره ژمنه عملي کړي،موږ تر هغو نه وځو چې دا ژمني پلې شوې نه وي.»

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې د امریک او طالبانو له تړون وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې په ډېرو مسایلو به په کې بحث کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به یو سیاسي حل پیدا شي.

هغه د افغانستان د ټاکنو په اړه ډېر څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ، چې د امریکا ژمنه دا ده، چې د افغانستان اساسي قانون ملي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي