۰

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه نن لاسلیک کېږي

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۹
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه نن لاسلیک کېږي
ټاکل شوې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه نن شنبې د کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر د دغه غونډې لپاره خورا تدابیر نیولي او پرون جمعه د ۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۵۰ نور هېوادونو استازي دوحې ته رسېدلي دي.

دوی به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي او ټاکل شوې چې نن پر ځای وخت دوه بجې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

د طالبانو له لوري به دغه تړون ملاعبدالغني برادر او د امریکا له لوري به د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه تړون لاسلیک کړي.

د تړون له لاسلیک وروسته ویل کېږی، چې بین الاافغاني خبرې هم پیل شي.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو یوه استازي دا هم ویلي، چې ممکمن د هوکړې په لاسلیک سره د اورکم یا تاوتریخوالي د کمولو لړۍ نوره هم وغځېږي.

د افغانستان د حکومت له لوري دغه غونډې ته څوک نه دي ورغلي، خو یو بل افغان پلاوی هم قطر ته رسېدلی دي، چې ښايي د طالبانو د بندیانو د کمېسیون له مشر ملا ترابي سره د بندیانو پر مساله خبرې وکړې، ځکه وړاندې ویل شوي، چې په دغه هوکړه کې د افغان حکومت له خوا د پنځه زره او د طالبانو له خوا د زر تنه بندیانو د خلاصون خبره هم شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي