۰
د بښنې نړیوال سازمان:

سولې هوکړه باید د قربانیانو غږ چوپ نه کړي.

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېدونکې ده، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د سولې هوکړه باید د قربانیانو غږ چوپ نه کړي.
سولې هوکړه باید د قربانیانو غږ چوپ نه کړي.
په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک کېدونکې ده، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د سولې هوکړه باید د قربانیانو غږ چوپ نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان زیاته کړې، افغانانو له کلونو راهیسې د سولې راتګ ته انتظار کړی دی او د دې تمه ده چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د سرچینې په وینا په افغانستان کې اوږدې جګړې قربانۍ اخیستې دي او دغه هوکړه باید د دې سبب نه شي چې د حق غوښتونکو او قربانیانو غږ چوپ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز وایي ،دغه هوکړه باید د ښځو او اقلیتونو حقوق خوندي کړي او د دې سبب نه شي چې په دې برخه کې د کلونو لاس ته راوړنې ضایع شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کانګرس ۲۲ غړو هم د دغه هېواد بهرنیو چارو او دفاع وزیراتو ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې هوکړه کې له احتیاط او تدبیر څخه کار واخلي، ځکه په وینا یې پر طالبانو باور کول نه دي پکار.

ټاکل شوې نن شنبې د کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې د لاسلیک لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ۳۰ هېوادونو استازي هم قطر ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي