۰
د وردګو والي:

طالبانو حکومت سره د تبادلې لپاره ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي

دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۶
د میدان وردګو والي مظفر الدین یمین وايي، وسله والو طالبانو په دغه کې ۵۵ تنه ملکي وګړي د دې په خاطر برمته کړي، چې له حکومت سره یې تبادله کړي.
طالبانو حکومت سره د تبادلې لپاره ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي
د میدان وردګو والي مظفر الدین یمین وايي، وسله والو طالبانو په دغه کې ۵۵ تنه ملکي وګړي د دې په خاطر برمته کړي، چې له حکومت سره یې تبادله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا طالبانو دغه کسان له تېرو دوه ورځو راهیسې د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې برمته کړي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي هم نن دوشنبې د کب ۱۲ مه جمهور خبري آژانس سره خبرو کې د دې خبرې پخلی وکړ ویې ویل، چې طالبانو له تېرو دوه ورځو راهیسې په بند چک ولسوالۍ کې ۵۵ تنه برمته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې برمته شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او له دولت سره هېڅ راز اړیکه نه لري.

چارواکي وايي، طالبانو دغه کسان په دې خاطر نیولي، چې راتلونکو ورځو کې یې د حکومت په زندانونو کې له خپلو بندیانو سره تبادله کړي.

د والي ویاند زیاتوي چې د یادو کسانو د خلاصون لپاره سیمه یزې ادارې او ځايي قومي مشرانو او مخورو هڅې پیل کړې دي.

د چک ولسوال فضل الحق حقمل هم د دغه پېښې تایید کړې وایي، برمته کسان لا هم د طالبانو سره دي او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوې امنیتي سرچینې هم رسنیو ته ویلي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون تر لاسلیک وروسته په ځينو ولایتونو کې د حکومتي کسانو په نیونې لاس پورې کړې دی.

دغه سرچینې ویلي، دا چې له طالبانو سره هوکړه کې د پنځه زره طالب زندانیانو په بدل کې د ۱۰۰۰ افغان زندانیانو د تبادلې خبره شوې او طالبان په خپلو زندانانو کې دغه شمېر بندیان نه لري، نو ځکه هڅه کوي، چې حکومتي او ملکي کسان ونیسي او دغه شمېر پرې پوره کړي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي