د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان پر وضعیت یې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې له ګوتریش سره یې د منځني ختيځ پر روان وضعیت اوهمدا راز افغان سوله خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا هڅه کوي د افغان سولې په برخه کې ټول خنډونه له منځه یوسي.
پمپیو په کابل کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په وینا یې دغه ډول کړنې بشر ضد جنایت دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې افغانان ښه راتلونکې ولري او د ترهګرو ډلو له ورته خونړیو بریدونو په امان وي.
جمهورخبري آژانس:کابل