سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د مزار شریف ښار په شمالي ځنډه کې د پولیسو په ګزمه شوې ده.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، په چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:بلخ