۰

کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو تر برید وروسته نښته رامنځ ته شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو تر برید وروسته نښته رامنځ ته شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه د وري ۳ مه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په جوګرم او خاک چوپان سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزی وایي، طالبانو د شپې په یادو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور تنه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي او د مرکزونو د سقوط مخه یې نیولې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

طالبانو درې ورځې وړاندې په زابل کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ او ۲۵ پورې سرتېري یې و وژل.

خو وروسته د دفاع وزارت د چارواکو په وینا په زابل، کندهار او کندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال تر ۷۶ پورې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي