۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

خوشبینه یم چې افغان مشران به خپلو کې سره جوړ شي

پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خوشبیني ښودلې، چې افغان مشران به خپلو کې سره جوړ او سیاسي اختلافات به حل کړي.
خوشبینه یم چې افغان مشران به خپلو کې سره جوړ شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خوشبیني ښودلې، چې افغان مشران به خپلو کې سره جوړ او سیاسي اختلافات به حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو کابل ته خپل وروستۍ سفر ته په اشارې ویلي، په دې سفر کې یې افغان مشران هڅولي، چې د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې ژمنو ته وفادار پاتې شي.

نوموړي د جي ۷ هېوادونو د مجازي غونډې نه وروسته خبریالانو ته و ویل، چې له ټولو افغان سیاسي مشرانو او طالبانو  یې وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي او سره جوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه« خوشبین یم چې هغوی به سره جوړ شي.»

په ورته وخت کې پمپیو کابل کې د سکانو پر درمسال د داعش ډلې برید په کلکو ټکو وغانده او دغه برید یې وحشیانه وګاڼه.

نوموړي ټینګار وکړه، چې په افغانستان کې د سیاسي چلنجونو سره سره د سولې روان بهیر افغانانو ته لومړنی فرصت برابر کړی چې د داعش د ګواښ په وړاندې سره متحد شي.

د یادونې ده، پمپیو تېره چهارشنبې د وري ۴ مه کابل ته راغلی و او له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې وکتل.

هغه په دې لیدونو کې هڅه وکړه، چې د ولسمشر او عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ حل کړي، خو بریالی نه شو او له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له افغانستان سره د همدې سیاسي کړکېچ له امله د یو میلیارد ډالرو مرستې بندولو اعلان وکړ.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي و، چې دوی به په راتلونکو کنفرانسو کې د مرستو پر نورو کمولو هم فکر وکړي، خو زیاته کړې یې وه، که افغان مشران سره جوړ شي، کېدای شي واشنګټن پر خپله کړې پرېکړه له سره غور وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي