۰

هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.
هلمند کې ماین چاودنې  ۷ ملکي وګړي وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۷ تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۳ مه سهار مهال د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د چارواکو په وینا چاودنه د ملکي وګړو په ټونس ډوله موټر چې له کلي څخه د ولسوالۍ مرکز ته په لاره و د یخچال په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار اسماعیل خپلواک په چاودنه کې دوه ښځې او پنځه نارینه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په لومړي سر کې څلور تنه وژل شوي او درې ټپیان و، خو ټپیانو هم په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې  مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې تر دې یوه اونۍ وړاندې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي