۰

امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د نړیوالو مالي مرستو د جلبولو لپاره په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د نړیوالو مالي مرستو د جلبولو لپاره په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا څانګې په یوه ټویټ پیغام کې ویلي، که په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ نه شي نو دوی به له دغه هېواد سره عادي اړیکې و نه پالي.

په دغه پیغام کې  زیاته شوې، د نړیوالو شریکانو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې یوه ټولشموله حکومت جوړېدو ته اړتیا ده چې ټول اړخونه پکې شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، که دغه کار و نه شي نو د افغانستان او نړیوالو ملاتړو ترمنځ یې ښايي اړیکې عادي نه وي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه په تازه یې د سیاسي جوړجاړي د نه کولو له امله پر افغانستان خپلې یو میلیارد ډالر مرستې درولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي