سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، خو د افغان ځواکونو له خوا په شاه وتمبول شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان ولایت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې د وري ۱۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه په وردوج ولسوالۍ برید کړی وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شوي، هغوی یې په شاه تمبولي او د ولسوالۍ د سقوط مخه یې نیولې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه دفاعي برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.
د یادونې ده، چې طالبانو یوه اونۍ وړاندې هم په وردوج ولسوالۍ ورته برید کړی و، خو د افغان ځواکونو له خوا د ماتې سره مخ شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل