افغان حکومت له ایران د کډوالو د وتلو په اړه خپله یوه طرحه د یاد هېواد سفیر ته سپارلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت وایي، په ایران کې لسګونه زره افغان کډوال اوسي او اوس دغه کډوال ډېری هڅه کوي خپل هېواد ته ستانه شي.
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په همدې تړاو پرون سه شنبې د وري ۱۹ مه په کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي او خپله طرحه یې هغه ته سپارلې ده.
د ایران سفیر یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغان به په وړیا توګه درملنه کېږي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم په جلا جلا توګه له عبدالله عبدالله او ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان د قوانینو پر بنسټ او دغه راز د دغه هېواد په ملکیت او مشرۍ به د سولې له هر ډول خبرو او هڅو ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل