۰

پاکستان، افغانستان ته! د داعش مشر اسلم فاروقي موږ ته راوسپارۍ

جمعه ۲۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
پاکستان له افغانستان څخه غوښتي، چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي دوی ته وسپاري.
پاکستان، افغانستان ته! د داعش مشر اسلم فاروقي موږ ته راوسپارۍ
پاکستان له افغانستان څخه غوښتي، چې د داعش ډلې د خراسان څانګې  مشر اسلم فاروقي دوی ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه پرون پنشنبې د وري ۲۱مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له افغان حکومت څخه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، اسلم فاروقي په افغانستان کې د پاکستان ضد لاس درلود نو ځکه باید دوی ته وسپارل شي.

پاکستان نه یوازې دا غوښتنه کړې، بلکې اسلام آباد کې یې افغان سفیرعاطف مشعل هم په همدې تړاو ورغوښتی د فاروقي په هکله ورسره د پاکستان نظر مطرح شوی دی.

خبرپاڼه کې د داعش د فعالیت په هکله د پاکستان د اندیښنې سربیره راغلي چې افغانستان او پاکستان باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره خپل فعالیتونه د ایجاد شویو میکانیزمونو له لارې همغږي کړي.

په ورته وخت کابل کې د پاکستان سفارت هم په خپل ټوېټر پیغام کې ویلي، فاروقي په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیتونو کې لاس درلود او د زیاتو پلټنو لپاره باید پاکستان ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ (وري ۱۶) د داعش خراسان د ډلې د مشر عبدالله ورکزي چې په اسلم فاروقي نوم مشهور دی د نیولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت لوی ریاست ویل هغه د داعش د ۱۹ نورو جنګیالیو سره یوځای د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی.

اسلم فاروقي د ۲۰۱۹ کال په جولای کې په افغانستان کې ددې ډلې د پخواني مشر ابوعمر خراساني ځای ناستی ټاکل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي