سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د مرکزي زندان مخې ته ماین چاودنې د ملکیانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د وري ۱۳ مه سهار لس نیمې بجې د ځای پر ځای شوي موټر سایکل بم له امله شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، د محبس مدیر له محبس څخه د وتلو په حال کې و چې د چاوېدونکو موادو ډک ځای پر ځای شوي موټرسایکل چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې درې ملکي وګړي چې په موټر کې سپاره وژل شوي او د محبس د مدیر په ګډون څلور امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دي.
تردا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل