۰

د کندهار والي هم په کرونا ویروس اخته شوی دی

شنبی ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۲
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندهار والي حیات الله حیات هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د کندهار والي هم په کرونا ویروس اخته شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندهار والي حیات الله حیات هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې، د دغه ولایت د والي حیات الله حیات د کرونا ټیستونه له معایناتو وروسته مثبت شوي او نوموړی د کرونا وبا په ناروغۍ اخته شوی دی.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د والي څو ساتونکي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي او د والي روغتیايي وضعیت ښه دی.

د یادونې ده، چې دا د عامې روغتیا له وزیر فېروز الدین فېروز وروسته دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې په کورونا د اخته کېږي.

تر دې وړاندې د کابل د والي مرستیال حنیفه ګردېوال هم کرونا ویروس نیولې  وه خو بېرته ترې روغه شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي