۰

د ننګرهار په زندان کې هم کرونا لګېدلې او ۶ تنه یې نیولي

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت په محبس کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې تثبیت شوې او تر اوسه یې شبږ تنه نیولي دي.
د ننګرهار په زندان کې هم کرونا لګېدلې او ۶ تنه یې نیولي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار ولایت په محبس کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې تثبیت شوې او تر اوسه  یې شبږ تنه نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، والي شاه محمود میاخېل محبس کې د کرونا د مثبتو پېښو تر موندل کېدو وروسته د عامې روغتیا او محبس مسوولانو ته په دې برخه کې لازمې سپارښتنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې  ویل شوي چې په محبس کې له ۷ مشکوکو پېښو څخه ۶ یې مثبت راوتلې او له دې سره سم والي د روغتیا د ریاست او محبس له مسوولو چارواکو سره خبرو کې هغوی ته سپارښتنه کړې، چې ناروغ بندیانو ته په محبس کې جلا کرنتین خونې پرانستل شي.

اعلامیه کې د ناروغو بندیانو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او وايي، په کرونا ناروغۍ مشکوک ۱۲ نور کسان هم په جلا ځای کې تر مراقبت لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ننګرهار د کرونا په لابراتوار کې د ختیځ په کچه د ۲۷ نورې مثبتې پېښې تایید شوې او له دې سره د هېواد په ختیځ کې د کوویډ-۱۹ د ناروغانو شمېر ۳۰۵ ته لوړ شو.

د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه وايي چې له دې پېښو څخه اته په ننګرهار، دولس په لغمان او اوه په کونړ کې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي