۰
پنټاګون:

پاکستان اوس هم د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو ملاتړ کوي

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۳
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون کانګرس ته په درې میاشتني راپور کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو د سختدریځو عناصرو ملاتړ ته دوام ورکوي.
پاکستان اوس هم د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو ملاتړ کوي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون کانګرس ته په درې میاشتني راپور کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو د سختدریځو عناصرو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون د سرمفتش دا راپور، چې د بهرنیو چارو وزارت او د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې په مرسته بشپړ شوی، د اسلام اباد له لوري د پخوانۍ پالیسۍ دوام تاییدوي چې دا هیواد یې په افغانستان کې د خپلو ګټو دفاع بولي.

په دې راپور کې د جنورۍ له میاشتې د مارچ تر پایه د پاکستان هلې ځلې څارل شوي او دا موده له دې نظره هم مهمه ده چې د فبرورۍ په پای کې یې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

اسلام اباد په دې موافقه خوښي ښکاره کړه او خپل رول یې پکې مهم وباله.

په راپور کې د دفاع د استخباراتي ادارې (DIA) د راپورونو پر اساس ویل شوي«پاکستان په خپله غېږ کې د طالبانو او د هغو د ملاتړو ډلو، لکه حقاني شبکې پالنې ته دوام ورکړی. دا ډلې د افغانستان پر ګټو د حملو توان لري.»

په دې راپور کې، چې د مې میاشتې په نولسمه خپور شو، یادونه شوې چې اسلام اباد افغان طالبان هڅولي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو له داسې اقدامه یې ډډه کړې چې له کبله یې له دې ډلې سره اړیکې خرابې شي او یا دا ډله له نور تاوتریخوالي راوګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي