د ولسمشر غني د تازه فرمان له مخې محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توکه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د نوې کابینې معرفي د حکومت لومړیتوب دی او ډېر ژر به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه دا دی چې ژر تر ژره د کابینې د غړیتوب لپاره نوماندان ولسي جرګې ته معرفي شي او په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی دی.
د یادونې ده، چې ارګ تر اوسه پورې د مالیې، بهرنیو چارو، عامې روغتیا او ښار جوړونې وزارتونو لپاره نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل