۰

جوبایډن رسمآ په راتلونکو ټاکنو کې د دموکراتانو نوماند شو

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
جوبایډن رسمآ په راتلونکو ټاکنو کې د دموکراتانو نوماند شو
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن په رسمي ډول د دموکرات ګوند لخوا د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم څو میاشتې کېږي، چې جو بایډن د امریکا د ولسمشریزو ټانو لپاره د دموکرات ګوند فرضي نوماند و.

خو د حزب په د ننه کې د سې شنبې ورځې ټاکنو د نوموړي نوماندي یقیني کړه او ۱۹۹۱ انتخاباتي وکیلانو د بایډن د نوماندۍ ضمانت کړی دی.

په خپله بایډن ویلي، نوموړی د دموکرات ګوند تر ټولو با استعداده نوماند دی، چې تر اوسه غوره شوی دی.

جوبایډن د ډونالډ ټرمپ تر ټولو ستر سیال دی، چې وخت ناوخت د دواړو تر منځ لفظي شخې هم رامنځ ته کېږي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې وروستۍ نظر پوښتنې ښیي چې بایډن په ډېری ایالاتونو کې تر ټرمپ مخکې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي