۰

د سنګین پخوانی ولسوال په کندهار کې وژل شوی دی

شنبی ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د سنګین پخوانی ولسوال په کندهار کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، ولسوال نن شنبې د غبرګولي ۲۴ مه سهار مهال د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال سلیمان شاه د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته په یوه فاتحه کې د ګډون په موخه راغلی و، چې هدفي وسله وال برید پرې شوی او وژل شوی دي.

تر اوسه د دغه هدفي وژنې  مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم په اړه چارواکو نور جزیات ورکړي.

خو دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېیمه هدفي وژنه ده، چې په کندهار ولایت کې تر سره کېږي.

پرون غرمه په درېیمه حوزه کې د امنیه قوماندانۍ د جنایي پېښو د مدیریت یو مأمور ووژل شو او تېره شپه ناوخته د ښار په ۱۱مه حوزه کې د وسله‌والو موټرسایکل سپرو له‌خوا یو پولیس ووژل شو او بل تن ټپي شو.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي