سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې څلور تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۲۵ مه سهار اته نیمې بجې د ننګرهار ولایت د ګمرک ریاست مخامخ پر سړک رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، چاودنه د ګمرک مخې ته د ولسي وګړو په موټر شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي د ي.
د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار