۰

غزني کې ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۷ مه ماسپښين مهال د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، ماشومانو په یوه میدان کې  لوبه کوله، چې د نامعلوم لوري د هاوان توغول شوې مرمۍ یې منځ کې ولګېده.

د غزني د والي ویاند هم تاییدوي، چې دغه پېښه رامنځ ته شوې، خو وايي هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی وو.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او درې  نور ټپیان  شوي، چې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

که څه هم د غزني د والي ویاند وايي، مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې، خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې  یوه شپه وړاندې د غزني ښار ته نېږدې د سفندې  په کلي کې  هم په یوه کور هاوان لګېدلی و، چې یو ماشوم یې وژلی او یوه بله ماشومه یې ټپي کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په تازه راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد یاد کړی، چې د ماشومانو مرګ ژوبله په کې زیاته ده.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي