۰
سي اېن اېن:

امریکا ۴ زره نور پوځیان هم له افغانستان نه باسي

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۳
سي اېن اېن تلوېزیون راپور ورکړی، چې امریکا ۴ زره نور پوځیان هم له افغانستان څخه باسي او په دې هکله یې پرېکړه نهايي کېدو ته نېږدې شوې ده.
امریکا ۴ زره نور پوځیان هم له افغانستان نه باسي
سي اېن اېن تلوېزیون راپور ورکړی، چې امریکا ۴ زره نور پوځیان هم له افغانستان څخه باسي او په دې هکله یې پرېکړه نهايي کېدو ته نېږدې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  سرچینې امریکايي چارواکو له قوله ویلي، له دې سره به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر، چې اوس ۸۶۰۰ دی، ۴۵۰۰ ته رالږ شي.

دا به په ۲۰۰۱ م کال افغانستان ته د امریکايي پوځیانو د استولو له لومړیو وختونو پرته په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو کم شمېر وي.

خو سي این این وايي، د ځواکونو د شمېر له کمېدو سره په دې مخالفت کېږي چې طالبان له دې سره سره چې په فبرورۍ میاشت کې یې له امریکا سره تاریخي موافقه لاسلیک کړه، د افغانستان د حکومت پر ضد له تاوتریخوالو لاس نه اخلي.

راپور وايي، په داسې حال کې چې لا پرېکړه نهايي شوې نه ده، د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پر دې پلان تېره اوونۍ د ناټو له متحدانو سره خبرې وکړې او د جمعې په ورځ یې په بروکسل کې د ناټو له چارواکو سره پرې بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره نه بلکې د امریکا لپاره د اندېښې وړ ده.

ښاغلي غني د د TED په نوم له یو امریکايي بنسټ سره په انلاین مرکه کې ویلي، امریکا باید په دې اړه اندېښمنه واوسي چې له افغانستان څخه یې د سرتیرو ایستل د هغوی د هېواد لپاره څه پایلې درلودلی شي.

ښاغلي غني زیاته کړې، که څه هم اوس افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه په دویم ځای کې دي، هوايي ځواکونه هم درې برابره شوي او دا ځواکونه اوس د امنیت ساتنې بشپړه وړتیا لري.

خو خبرداری یې ورکړ چې له ټاکلې مودې وړاندې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون مخکې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه اغیزمنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي