۰

د لوګر د ولایتي شورا یوه غړې په وسله وال برید کې ټپي شوې

دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.
د لوګر د ولایتي شورا یوه غړې په وسله وال برید کې ټپي شوې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مېرمن هجران باندې نن دوشنبې د چنګاښ ۱۶ مه سهار مهال د مرکز پل علم ښار د بیرغ چوک په سیمه کې  برید شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، په مېرمن هجران باندې وسله والو د تومانچې ډزونه کړي، چې نوموړې یې ټپي کړې ده.

دی وايي، پولیسو د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیولی او دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.

که څه هم نوموړی وايي، د اغلې هجران روغتیايي وضعیت ښه دي، خو د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویلي، نوموړې یې د ښې درملنې لپاره کابل ته لېږلې ده.

تر اوسه کومې ډلې پر نوموړې د برید مسؤلیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي