۰

امریکا په افغانستان کې له بيوزلو سره ۴۹ میلیون ډالره مرسته وکړه

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (یو.اېس.اېډ) په افغانستان کې له بې‌وزلو سره د خوراکي موادو لپاره د ۴۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
امریکا په افغانستان کې له بيوزلو سره ۴۹ میلیون ډالره مرسته وکړه
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (یو.اېس.اېډ) په افغانستان کې له بې‌وزلو سره د خوراکي موادو لپاره د ۴۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) پر مټ په افغانستان کې بېوزله کسانو ته رسول کېږي.

د افغانستان لپاره د ډبلیو.اېف.پي مرستیال مشر رابرټ کاسکا وایي، دا مرستې یې په داسې وخت کې ترلاسه کړې دي چې له اټکل سره سم نږدې څلور میلیونه افغانان د خوراکي موادو له سخت کمبود سره مخامخ دي.

د خوراکي موادو دا مرسته به له نږدې یو میلیون هغو بېوزلو سره وشي چې جګړو ځپلي دي یا یې د طبیعي افتونو له امله اقتصاد خراب شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي