۰
امریکا کې افغان سفیره:

افغانستان به بېرته پخواني حالت ته ستون نه شي

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۰۹
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني وايي، چې امریکا کې د افغانستان د بریاوو د ساتنې تفاهم شته دی.
افغانستان به بېرته پخواني حالت ته ستون نه شي
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني وايي، چې امریکا کې د افغانستان د بریاوو د ساتنې تفاهم شته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن رحماني دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، په امریکا کې په ټول کې تفاهم دا دی، چې افغانستان به بېرته پخواني حالت ته ستون نه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا او نور متحدین یي په افغانستان کې دایمي امن او پرمختګ غواړي.

مېرمن رحماني د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دوو ګوندونو ته په اشارې ویلي، هر ګوند ممکن ځانته بهرنۍ تګلاره ولري.

خو په وینایې کلي نظر دا دی چې په افغانستان کې سوله باید ټینګه شي او هغه هیواد داسې یو حالت ته ستون نشي چې له دوه زره و یو کال مخکې موده کې نړۍ ته یې خطر متوجه کاوه.

هغې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه زیاته کړې، چې د بین الافغاني خبرو لپاره مذاکراتي ټیم جوړ شوی او دا ټیم به د اساسي قانون، جمهوري نظام او د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي