۰

کونړ کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر طیبه ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۸
سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پاکستان کې د مېشتې وسله والې لشکر طیبه ډلې ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې د پاکستانۍ وسله والې ډلې لشکر طیبه ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، د کونړ ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پاکستان کې د مېشتې وسله والې لشکر طیبه ډلې ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ چارواکي وايي، د لشکر طیبه دغه غړو ته د کونړ ولایت د اسمارو ولسوالۍ کې اوښتې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د لشکرطیبه ډلې په یوه مرکز توپچي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د دغه ډلې ۳ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د یادې ډلې مرکز په مکمل ډول له منځه وړل شوی او یوه اندازه سپکې او درندې وسلې  یې د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د کونړ د والي ویاند وايي، په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د یادونې ده، چې د نورو وسله والو د ملاتړ ترڅنګ لشکر طیبه او جیش محمد هغه دوه وسله والې ډلې دي، چې تر ډېره په افغانستان کې بریدونه او ترهګریز فعالیتونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي