۰

کاپیسا کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۵
کاپیسا کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، طالبانو نن دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه له غرمې مخکې د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ پر ودانۍ وسله وال برید وکړ.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش زیاتوي، چې د طالبانو په برید کې ملکي وګړي وژل شوي، ۸ ملکي وګړي او یو افغان سرتېری ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د ویاند په خبره د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې  دوه طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له خوا جګړو زور اخیستی او نېږدې هره ورځ په څو ولایتونو کې بریدونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کاپیسا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي