سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دریو قوماندانانو په ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د زمري اوله د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، په دغه چاودنه کې د خاص اروګان ولسوالۍ امنیه قوماندان دادګل، د سیمه ییزه پولیسو او دغه راز د ملي اردو یو قوماندان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له یادو قوماندانانو سره په دغه چاودنه کې څلور تنه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې او یوازې په تېرو دریو ورځو کې تر ۴۰ پورې سرتېرو ته د طالبانو په موټر بم بریدونو، چاودنو او وسله والو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورخبري آژانس:اروزګان