۰

اروزګان: په یوه داخلي برید کې څلور ولسي پاڅونوال وژل شوي

دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په اروزګان ولایت کې په یوه داخلي برید کې څلور ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
اروزګان: په یوه داخلي برید کې  څلور ولسي پاڅونوال وژل شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په اروزګان ولایت کې په یوه داخلي برید کې څلور ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د زمري ۵ مه سهار وختي څلور بجې د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار شمال خوا ته د چنارک په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي وايي، د چنارک سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو په یوه مرکز کې نفوذي بریدګر پر خپلو همکارانو حمله کړې څلور تنه يې وژلي او خپله له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی.

نوموړي زیاته کړه چې برید کوونکي د یاد مرکز یو رینجر موټر او وسلې هم له ځان سره طالبانو ته وړي، خو امنیتي مرکز ته نوي سرتېري رسېدلي.

د یادونې ده، چې څو میاشتې مخکې امنیتي ځواکونو دا سیمه تر کنترول لاندې راوسته او ولسي پاڅون کوونکو يې د امنیت چارې په غاړه اخیستي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي