۰

د نورستان والي پر موټریز کاروان برید دوه سرتېري ټپیان شوي دي

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د نورستان ولایت د والي عبدالغفور ملکزي په موټریز کاروان وسله وال برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
د نورستان والي پر موټریز کاروان برید دوه سرتېري ټپیان شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د نورستان ولایت د والي عبدالغفور ملکزي په موټریز کاروان وسله وال برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون سه شنبې د زمري ۱۴ مه د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په کلسلک سیمه کې شوی دی.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، والي له نورستان څخه کونړ ولایت ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې په موټریز کاروان وسله وال برید وشو.

نوموړي زیاته کړې، والي له برید څخه روغ رمټ وتلی، خو د ځانګړو ځواکونو دوه ساتنمنان ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، ټپيان روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

په ورته وخت د نورستان د والي ویاند سعید مومند هم مني، چې برید شوی خو وایي په دې برید کې ۳ تنه ټپيان شوي.

مومند زیاتوي، په ټپیانو کې یو دملي امنیت، بل د ځانګړې قطعې ساتنمن او یو د نورستان د ولایتي شورا د رئيس موټر چلوونکی شامل دي.

د دغې برید مسئولیت هم لا تر دې دمه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي