سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې دوه ماین چاودنې ۱۰ تنه وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنې پرون یکشنبې د زمري ۱۹ مه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي وايي، لومړی چاودنه د یادې ولسوالۍ د شنه نري په سمیه کې د ولسي وګړو په موتر شوې، چې په کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوهمه ماین چاودنه هم د همدې ولسوالۍ د برج کلي په سیمه کې په دوه پلیو کسانو شوې، چې دواړه یې وژلي دی.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، ماینونه طالبانو اېښي و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار