۰

ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یادې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یادې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۶ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وه، چې مرمۍ د افغان پوځیانو یوې پوستې ته څېرمه په یوه کور ولګېده.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي دي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی او د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وايي، مرمۍ د طالبانو له خوا ویشتل شوې وه، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي