۰
ولسمشرغني:

پر ښاغلي صالح برید غندم، ترهګر او ملاتړی یې په دا ډول بریدونو موږ نه شي کمزوري کولی

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید په کلکو ټکو غندلی او وايي دا ډول بریدونه د دوی ارادې نه شي کمزورې کولۍ.
پر ښاغلي صالح برید غندم، ترهګر او ملاتړی یې په دا ډول بریدونو موږ نه شي کمزوري کولی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل لومړي مرستیال امرالله صالح شوی برید په کلکو ټکو غندلی او وايي دا ډول بریدونه د دوی ارادې نه شي کمزورې کولۍ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ویلي، چې پر ښاغلي صالح له برید وروسته د هغه پوښتنې ته ورغلي، چې روغ رمټ دی خو په خواشنۍ چې په دغه برید کې یو شمېر ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیان اوښتی دی.
 
ښاغلي غني د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي ښودلې او پر ښاغلي صالح یې دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي ویلي« تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هېواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هېوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري.»
 
ولسمشراړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د ټپیانو د درملنې د لارښوونه کړې ده.
 
د یادونې ده، چې د ښاغلي امرالله صالح په موټریز کاروان نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه سهار ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پخوانۍ څلور لارې ته نېږدې درنه چاودنه وشوه.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو ښاغلی صالح او د هغه زوی له دغه چاودنې روغ وتلي، ولې یو شمېر ساتونکي او ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، په دغه چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وایي، چاودنه ډېره درنه وه او هغه مهال وشوه چې د ښاغلي صالح درې موټر له یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

خپله امرالله صالح په یوه ویډیويي پیغام کې وايي، دی او زوی یې عبادالله صالح له دغه چاودنې روغ وتلي، خو د ده مخ او لاس یو څه سوي دي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې دغه ډول بریدونه به دی له خپلې مبارزې او لارې ونه ګرځوي، بلکې لا به یې مبارزه جدي او ګړندۍ شي.
 
د برید مسوولیت چا تر اوسه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي