۰
د بین الافغاني خبرو په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وینا:

موږ له خپلواک، متحد او دموکراتیک افغانستان څخه ملاتړ کوو

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بین الافغاني مذکراتو پرانست غوندې ته وینا کې و ویل، چې امریکا له یوه خپلواک متحد او دموکراتیک افغانستان څخه ملاتړ کوي.
موږ له خپلواک، متحد او دموکراتیک افغانستان څخه ملاتړ کوو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بین الافغاني مذکراتو پرانست غوندې ته وینا کې و ویل، چې امریکا له یوه خپلواک متحد او دموکراتیک افغانستان څخه ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو د خبرو په پیل د قطر څخه په مننې سره دا د افغانانو له پاره یو رښتینی او تاریخي فرصت وباله، چې له یو بل سره د ناستې لار او له دې لارې د خپل هېواد برخلیک ټاکي.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه«دا هیله پارونکې شیبه ده او دا چې موږ د رڼا په لور ګورو، موږ د څلورو لسیزو د جګړو تورتمونه، بایلل شوي ژوندونونه او فرصتونههم یادوو.»

دی وايي، امریکا به هېڅکله د خپلو متحدینو او شریکانو پیوستون هیر نه کړي چې د دې جګړې د ختمولو لپاره، په اوږدې مبارزې کې له امریکا سره ولاړ دي.

هغه و ویل، چې د سپټامبر ۱۱ مه هم د هېرېدو نه ده، خو د طالبانو له دې ژمنې هرکلی کوي، چې نور به ا لقاعده په ګډون د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب نه کوي او نه به هغوی ته اجازه ورکړي، چې افغان خاوره بیا د ترهګرو په ځاله بدله شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له لوري د ورته ژمنو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید بیا هېڅکله د نورو هېوادونو د ګواښولو لپاره د نړیوالو ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.

هغه و ویل«شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسیدلی یو، او د ساتلو او ترینه د ګټې اخیستلو لپاره یې سخت کار او قرباني ته اړتیا شته تر څو د مذاکراتو پایله یوه پاېدونکې سوله وي.»

دی وايي، د امریکا متحده ایالتونه د یوه خپلواک، یو موټي او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې واوسېږي.

نوموړي و ویل«زه یوازې د دغو کړنو غوښتنه کولای شم او تاسو به د افغانستان د تاریخ راتلونکی څپرکي ولیکۍ، موږ هیله لرو چې دا څپرکي به د پخلاینې او پرمختګ څپرکي وي، نه د اوښکو او وینې بهیولو بله تاریخچه.»

پمپیو وايي، دوی له دواړو لورو غواړي داسې پرېکړې وکړي، چې له جګړې او فساد نه یې لرې وساتي او د سولې او سوکالۍ په لور ته یې یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره له دواړو لورو وغوښتل، چې د تېرو دوو لسیزو ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي لاسته راوړنې وساتي او وده وړکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي