۰

خلیلزاد اسلام آباد ته تللی او د باجوه سره یې لیدلي دي

سی شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۸
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له قطر څخه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي دي.
خلیلزاد اسلام آباد ته تللی او د باجوه سره یې لیدلي دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له قطر څخه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دوه ورځې وروسته له هغې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل پرانست غونده وشوه، پرون دوشنبې د وږي ۲۴ مه اسلام آباد ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي او د افغان سولې، د بین الافغاني مذاکراتو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

که څه هم د خلیلزاد او باجوه د لیدنې کره او ټول جزیات نه دي رسنیز شوي، خو باور دا دی، چې خلیلزاد ښایي له باجوه سره پر دې خبرې کړې وي، چې طالبان اوربند ته وهڅول شي او په مذاکراتو کې لومړی په اوربند خبرې او توافق وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي