۱

خلیلزاد د قطر د ځانګړي استازي سره پر افغان سوله غږېدلی دی

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې کړې دي.
خلیلزاد د قطر د ځانګړي استازي سره پر افغان سوله غږېدلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د قطر د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد او ورسره پلاوی پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۹ مه قطر ته رسېدلی او دوحه کې یې له مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.

په ورکړل شویو معلوماتو کې دومره ویل شوي، چې دواړو لورو د افغان سولې او روانو بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

ویل کېږي تردې غونډې وروسته القحطاني د طالبانو له پلاوي سره کتلي خو  د دې لیدنې په اړه هم دومره ویل شوي، چې دواړو لوریو پر افغان سوله خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو هم له اوږده ځنډ وروسته ناسته کړې او ویل کېږي مذاکراتو کې یې د اوربند او سیاسي جوړجاړي اجنډا په ځایولو توافق کړی دی.

دغه راز دواړو لورو تایید کړې، چې دوی د خبرو پر چټکتیا او دوام هم موافقه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي