۰
متقي:

دښمن به د افغانانو تر منځ نفاق اچولو هڅه کې هم ناکامېږي

یکشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دښمن به د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو دسیسه کې هم ناکامېږي.
دښمن به د افغانانو تر منځ نفاق اچولو هڅه کې هم ناکامېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دښمن به د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو دسیسه کې هم ناکامېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې کابل کې د اهل تشیع علماوو سره په ناسته کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې دښمن هڅه کوي د افغانانو ترمنځ د تفرقې په اچولو سره خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

نوموړي ویلي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دښمن نه دی توانېدلی، چې لږ تر لږه یوه کوچنۍ پوسته هم تر لاسه کړي، له همدې امله غواړي چې جوماتونو او تکیه خانو کې په چاودونو سره د افغانستان د قومونو او مذهبونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی دی چې دښمن به په دې توګه هیڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي ځکه په وینا یې ټول په دې پوهېږي چې دا د اسلامي امارت پالیسي نه ده.

د بهرنیو چارو سرپرست ویلي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره سالمې اړیکې غواړي او له نورې نړۍ هم غواړي چې د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او له دوی سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي