۰
خلیلزاد:

د دوحې مذاکرات له بې ساري نړیوال ملاتړ څخه برخمن دي

یکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې له بې ساري نړیوال ملاتړ څخه برخمې دي.
د دوحې مذاکرات له بې ساري نړیوال ملاتړ څخه برخمن دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې له بې ساري نړیوال ملاتړ څخه برخمې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټ کې ویلي، دا اوس په افغانانو پورې اړه لري، چې څنګه کولی شي یو سیاسي جوړ جاړي ته ورسېږي او افغانستان ته سوله راولي.

د هغه په وینا دوحه کې نه یوازې افغان خواوې نېغې خپلو کې خبرې کوي بلکې لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته.

خلیلزاد وایي، دواړه لوري باید له دغه بې ساري فرصت څخه ګټه واخلي او دا پر افغانانو پورې اړه لري، چې څه ډول کولی شي یوه سیاسي جوړ جاړي ته ورسېږي.

نوموړي د افغانستان د سولې خبرو پیلېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اعلاميې هرکلی کړی دی او ويلي يې دي:

«د امنیت شورا اعلامیه د هغې لارې ملاتړ کوي چې اوس دواړه بين‌الافغاني اړخونه ورباندې کار کوي، یعني د یو داسې سیاسي جوړجاړي موندل چې ټول افغانان پکې وي او سیمه او نړیواله ټولنه یې په عمل او روحیه کې ملاتړي وي.»

دی وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار شوی.

خليلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د تېرې اوونۍ د شنبه په ورځ په دوحه کې مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي