۰

خلیلزاد بیا پاکستان ته تللی او له جنرال باجوه سره یې افغان سوله خبرې کړې

سی شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته تللی او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.
خلیلزاد بیا پاکستان ته تللی او له جنرال باجوه سره یې افغان سوله خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته تللی او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو سره تر لیدنې او د هغوی تر منځ د خبرو د نه پرمختګ وروسته اسلام آباد ته تللی دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر تایید کړې، چې خلیلزاد له باجوه سره د سیمې پر امنیتی وضعیت، د پولې په مدیریت او افغان سولې خبرې کړې دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد په سیمه کې د سولې د ګډ هدف لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په خاطر د پاکستان نه ستړي کېدونکې هڅې وستایلې.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تېره اوونۍ د سولې لپاره له هلوځلو سره سره د جګړو پر تشدید او د سولې په خبرو کې د شاملو خواوو د نه نرمښت له کبله نهیلي وښوده.

هغه په یوه ټوېت کې ویلي و، سیمې ته له ناامیدۍ سره بېرته راګرځي، ځکه تاوتریخوالی نه دی کم شوی، افغانان ډېر وژل کېږي او سیمه ییز ورانکاري د خپلو نامشروع موخو لپاره افغانان د مردکیو د باروتو په توګه کاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي