د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او مېرمن لاینز لیدنه نن یکشنبې د وږي ۳۰ مه په سپېدار ماڼۍ کې شوې ده.
د ملي روغې جوړې پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دوحه د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د خبرو په پرمختګونو، له دغه پروسې د نړیوال ملاتړ، له مرکچي پلاویو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د هیلو، د تاوتریخوالي پر کمښت او تل پاتې سولې ته پر رسېدو خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل