سیمه ییز چارواکي وايي، د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني ویلي، د کوهستان امنیه قوماندان څارمن عبدالظاهر پرون سه شنبې د تلې ۸ مه په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
د هغه په وینا طالبانو پرون سهار ۹ بجې پر کوهستان ولسوالۍ ډلیز بریدو وکړ، چې د شپې تر ۱۲ بجو پورې یې دوام درلود.
دی وايي، په دغه جګړه کې د امنیه قوماندان تر څنګ دوه پولیس هم وژل شوي دي.
روحاني زیاتوي، چې په جګړه کې څلور طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان