۰
خلیلزاد:

د تاوتریخوالي زیاتوالي د سولې مذاکراتو کې د باور فضا کمزورې کړې

دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې زیاتېدو د سولې مذاکراتو کې د باور فضا زیانمنه کړې ده.
د تاوتریخوالي زیاتوالي د سولې مذاکراتو کې د باور فضا کمزورې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې زیاتېدو د سولې مذاکراتو کې د باور فضا زیانمنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، د بین الافغاني خبرو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د تاوتریخوالي زیاتولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي ډېروالي، د سولې خبرو د باور فضا کمزوره کړې، د خبرو پر وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کړي او ټول اړخونه یې اندېښمن کړي دي.

خلیلزاد ټینګار کړي، چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه بوږنوونکې ده او ټول په دې لټه کې دي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

دی وايي، امریکا هم په دوحه کې له دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو او د باور فضا د پیاوړي کولو غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد داسې مهال د تاوتریخوالي ډېروالی د اندېښنې وړ بولي چې دوه ورځې وړاندې په ننګرهار، پرون په کندهار او نن په لغمان ولایت کې موټر بم بریدونو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي